د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د پخواني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ وایي وسله وال طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري.
د انډیا ټوډې په یوه راپور کې د جنرال جوزف ډنفورډ له خولې لیکل شوي چې وسله وال طالبان لا هم په سیمه کې د ایران او پاکستان په څېر ملاتړي لري او په دغه هېوادونو کې یې مرکزونه فعال دي.
د ډنفورډ په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې له ۱۳ تر ۱۸ میاشتو ځانونه بېرته په افغانستان کې فعالولی شي چې امریکا، افغانستان او متحدینو ته به یې خطرونه جوړ کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه پرځای پرېکړه نه ده او باید پر هغې بیا کتنه وشي.