Home » اقتصادی » د صرافانو ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه
رویداد خبري آژانس

د صرافانو ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه

د افغانستان حکومت وایي، د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې خپل کاري اعتصاب پای ته ورساوه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د دې ټولنې استازو له ولسمشر سره په کتنه کې دغه اعتصاب چې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې یې پیل کړی و، پای ته ورساوه.

مینه‌پال زیاتوي: “صرافانو له ولسمشر سره په ماښامنۍ ناسته کې خپل اعتصاب ختم کړ او حګومت به د یوې اوونۍ په دننه کې د صرافانو ستونزو ته رسیدګي کوي.”

د افغانستان د صرافانو عمومي ټولنې دغه اعتصاب د افغانستان د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د وروستیو هغو اقداماتو په غبرګون کې کړی و چې د دوی د پیسو خدمتونه او پر هغو د مالیې ورکول‌یې ډیجیټالي او هم‌یې د کار انفرادي جوازونه د شرکت بڼې ته اړولي و.

دغو صرافانو ویلي چې د دې امکانات نه‌لري چې په انلاین او ډیجیټالي بڼه دولت ته حساب ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...