ایران د اټومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره نوي توافق ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان له ایران غوښتي چې توافقات عملي کړي او دغه راز ددغه ادارې څارونکو ته د ایران د هستوي کارځایونو د څارنې اجازه ورکړي.
ایران هم دا هوکړه کړې ده چې ددغه ادارې څارونکي د پوره درېیو میاشتو لپاره ددوی له مرکزونو د څارنې حق لري.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې دوی له امریکا سره خبرو ته تیارېږي، خو تر خبرو مخکې باید امریکا خپل ټول بندیزونه لرې کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس