Home » سیمه او نړی » په هند کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۴۰ کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

په هند کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ۴۰ کسان مړه شوي

په هند کې ۴۰ کسان وروسته له هغې مړه شول چې د سپرلیو ډک بس یې د مدهیاپردیش ایالت کې د یو پول له سر څخه لاندې کانال ته ولوید.

د سیدهي سیمې پولیسو د سه شنبې په ورځ (دسلواغې ۲۸مه نېټه) رسنیو ته وویل چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چې موټر چلونکي د پله نه د تیریدو پر وخت د موټر کنترول له لاسه ورکړ.

د پولیسو په وینا دغه بس موټر په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی و او محلي مقاماتو د مړو د راایستلو لپاره اړ شول چې د کانال اوبه بندې کړي.

د سیدهي یو مقام رویندر کمار چوهدري، خبریالانو ته وویل چې په دغه بس کې د ۳۴ کسانو ځای و، خو د هغه په وینا ۴۰ کسان په کې سپاره شوي وو.

د هند صدراعظم نرندرا مودي، د ټویټر په یو پیغام کې دغه پیښه “بوګنونکې” ګڼلې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي کړې. ښاغلي مودي امر کړی چې د تاواني شویو کورنیو سره دې مالي مرستې وشي.

د هند د پولیسو رسمي شمیرې ښيي چې دغه هیواد د ټرافیکي پیښو د مړینو لوړه کچه لري او هر کال پدغه هیواد کې څه دپاسه ۱۱۰ زره کسان په ټرافیکي پیښو کې مړه کیږي.

د سړکونو خراب حالت، د مسافروړونکو وسایطو زوړوالی او د ټرافیکي مقرراتو نه مراعت کول په هند کې د ټرافیکي پیښو له عواملو څخه ګڼل کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...