Home » افغانستان » روغتیا وزارت:کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي

د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي.

د دغه وزارت په وینا، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.

په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره ډوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...