د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس اخته ۳۱۹ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۴۷۱ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی.
د یاد پوهنتون په وینا په دې وروستیو کې په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او په تېره یوه شپه او ورځ کې د دغه ویروس ۹۵ زره او ۹۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له همدې سره پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر بیا ۲۷ میلیون او ۲۸۵ زره او ۱۳۵ تنو ته لوړ شوی دی.
د کوید یو اس اې په نامه مرکز چې د کرونا ویروس د تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري وړاندوینه کړې ده چې ښایي په راتلونکې یوه میاشت کې په امریکا کې له کرونا ویروس د مړه شویو کسانو شمېر ۵۴۴ زره او ۶۲۲ ته او پر همدې ویروس د اخته کسانو شمېر بیا ۲۹ میلیون او ۱۷۷ زره او ۲۰۲ ته لوړ شي.