Home » سیمه او نړی » د ټرمپ د استیضاح دوهم دور به نن د امریکا په سنا کې پيل شي
رویداد خبري آژانس
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د ټرمپ د استیضاح دوهم دور به نن د امریکا په سنا کې پيل شي

تمه ده د امریکا د مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح/امپیچمنټ دوهم دور نن د دغه هېواد په سنا کې پيل شي.

ټول ۱۰۰ تنه سناتوران به د قاضیانو په توګه ودرېږي څو وګوري چې د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ په شپږمه د یو شمېر خلکو د یرغل په قضیه کې پخوانی ولسمشر پړ دی که څنګه.

د جنورۍ په شپږمه په کانګرس باندې په یرغل سره د یوه پولیس په شمول لږ تر لږه ۵ کسان ووژل شول.

د ټرمپ د مدافع وکیلانو یوې ډلې دوشنبه د امریکا له سنا وغوښتل چې د ټرمپ د استیضاح/ امپيچمنټ بهیر لغوه کړي.

اوس وخت ډیموکراتان د سنا جرګې اکثریت په لاس کې لري، خو هغوی د ټرمپ د محکومولو لپاره د ۱۷ جمهوري غوښتونکو ملاتړ ته اړتیا لري.

ټرمپ په خپله دوره کې هم یو وار استیضاح شوی و او بیا یې برائت ترلاسه کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...