د امریکا په کانګرس کې د د جمهوري غوښتونکو ګوند غړی ران رایټ چې له درېیو اوونیو راهیسې په کرونا اخته و د یکشنبې په ورځ په ډالاس روغتون کې مړ شو.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په کانګرس کې تګزاس د جمهوري غوښتونکو ګوند غړی ران رایټ چې ۶۷ کاله عمر یې درلود اوړ له کلونو راهیسې یې له سرطان ناروغي سره هم مبارزه کوله خو کرونا ناروغي د نوموړي ژوند واخیست.
نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې له تګزاس د امریکا په کانګرس کې د جمهوريپالو استازی شو.
دا په داسې حال کې دی چې کرونا وایروس د نورو هېوادونو په پرتله امریکا سخته زیانمنه کړه او په دغه هېواد کې یې ډېر خلک مړه کړل، تراوسه په امریکا کې له څلور ۶۳ زره ډېر کسان کرونا مړه کړي او نږدې ۲۷ میلیونه کسان په دې وایروس اخته دې چې دا په ټوله نړۍ کې لویه شمېره ده.
د ډونالډ ټرمپ په دوره کې په امریکا کې کرونا وایرس ډېر وګړي زیانمن کړل او نوموړی هم تر سختو نیوکو لاندې و ځکه هغه به خپله ماسک نه تړلو او خلکو ته یې هم د دې سپارښتنه نه کوله چې له کرونا وایروس سره احتیاط وکړي.