Home » افغانستان » امریکا:یوه کال کې هېڅ امریکايي عسکر افغانستان کې نه دی وژل شوی
رویداد خبري آژانس

امریکا:یوه کال کې هېڅ امریکايي عسکر افغانستان کې نه دی وژل شوی

امریکا وایي په شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په یوه کال کې هېڅ امریکايي نظامي په افغانستان کې نه وژل کېږي.

دې هېل نشریې د امریکا ددفاع وزارت له قوله ویلي سره له دې چې په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې وې خو په وروستیو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په ۱۲ میاشتو کې هېڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

د امریکا پنټاګون ویلي د امریکايي عسکرو وروستۍ مرګ ژوبله په افغانستان کې د تېر کال په فبرورۍ کې رامنځ ته شوې، چې تر هغه وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه او بیا تر ننه هېڅ امریکایي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

پنټاګون ویلي چې په افغان جګړه کې په تېرو شلو کلونو کې ټولټال ۲۳۲۱ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

امریکا داسې مهال د خپلو سرتېرو د نه وژل کېدو خبره کوي چې په افغانستان کې د امریکا پیل کړې جګړه هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي او ورسره جوخت د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...