Home » سیمه او نړی » جو بایډن:له نړۍ او خپلو اتحادیانو سره به بیا ګډ کار کوو
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جو بایډن:له نړۍ او خپلو اتحادیانو سره به بیا ګډ کار کوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې بهرنۍ تګلارې په ډاګه کولو پر مهال هوډ کړی چې په چین او روسیه کې به د ټولواکۍ مخه نیسي او ورسره به له نړۍ او خپلو اتحادیانو سره ګډ کار کوي.


نوموړي د فېبرورۍ پر څلورمه د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د بهرنۍ تګلارې بیا منظمولو اعلان وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څلور کلنې مودې پس به یې اداره په دې لټه کې کوي چې څنګه په نړۍ کې پرمختګ وکړي؟

بایډن وویل چې امریکا بیا راستنه شوې ده او ډپلوماسي بیرته راغلې ده.

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن په دې وینا کې یوشمېر پالیسي بیانونه ورکړل او زیاته یې کړه چې دی به په جرمني کې د ځای پر ځای شویو ځواکونو بیا ګمارل ودروي، د سعودي عرب په مشرۍ د یمن پرضد له پوځي ایتلاف سره به د امریکا مرستې ختموي، او په امریکا کې د پنا اخېستو لپاره به د کډوالو شمېره یو لک ۲۵زره ته پورته کوي.

بایډن اشاره ورکړه چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت په دوران کې چې د (لومړې امریکا) د شعار لاندې له کومو هېوادونو سره اړیکې خرابې شوې وې، هغه به بیا جوړوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...