Home » افغانستان » ستانکزی:د سولې بهیر کې بېړه باید د خلکو ګټې ګواښ سره مخ نه کړي
رویداد خبري آژانس
افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی

ستانکزی:د سولې بهیر کې بېړه باید د خلکو ګټې ګواښ سره مخ نه کړي


د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، د سولې بهیر باید چټک شي، خو ټینګار یې کړی چې په دغه بهیر کې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه‌ کړي.

معصوم ستانکزی وايي چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر کې باید د ملي نهادونو بنسټونه هم پیاوړي شي.

نوموړي ویلي، د سولې بهیر باید چټک شي، خو ټینګار یې وکړ چې په دغه بهیر کې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له ګواښ سره مخ نه‌ کړي.

ستانکزي ویلي، اړتیا ده چې قطر کې مذاکره‌ کوونکي لوري د دغه بهیر په اړه د افغانستان خلکو ته ځواب ووايي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...