Home » سیمه او نړی » سعودي ته د شلو هېوادونو د وګړو سفرونه وځنډول شول
رویداد خبري آژانس

سعودي ته د شلو هېوادونو د وګړو سفرونه وځنډول شول

سعودي عربستان تیره ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان او جرمني په ګډون یې د شلو هیوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګولی دی. د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه لګول شوی دغه بندیز له چهار شنبې ورځې عملي کيږي.

د عربستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ سیمه ایزو رسنیو ته وویل چې دغه لنډمهالی بندیز به سر له نننه (د فيبرورۍ ۳ مه نيټه) عملي شي.

په هغه هېوادونو کې چې بندیز پرې لګول شوی مصر، متحده عربي امارت، ترکیه، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایرلنډ، ایټالیا، پرتګال، سویډین، سویس، ارجنتاين،برازیل، امریکا، پاکستان، هند، جاپان، اندونیزیا او سویلي افریقا شامل دي.

سعودي ويلي چې په دغه بندیز کې د یادو۲۰ هېوادونو دیپلوماتان، سعودي وګړي او د طبي برخې کار کوونکي او د هغوی کورنۍ شاملې نه دي.

سعودي عربستان دا ګام تر هغه وروسته پورته کړې دی چې تیره یکشنبه د دغه هیواد دروغتیا وزیر توفیق الربیعة په وروستیو کې د کرونا وېروس د نوې بڼې د مخنیوي لپاره د محدودیتونو لګولو غوښتنه کړې وه.

په دې هېواد کې تر تېرې دوشنبې ورځې پورې په کرونا ناروغۍ  د اخته کسانو شمير۳۶۸۰۰۰ رسیدلی دی چې تر اوسه یې له امله نیږدې ۶۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

سعودي عربستان د تیر دسمبر په ۱۷ نیټه په دریو مرحلو کې  د کرونا واکسین تطبیق پیل کړ چې لومړیتوب له ۶۵ کلنو پورته کسانو، ناروغانو او هغوی ته ورکړل شوی وو چې لا علاجه ناروعي لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...