Home » سیمه او نړی » د پاکستان سترې محکمې احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ
رویداد خبري آژانس

د پاکستان سترې محکمې احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ

د پاکستان سترې محکمې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ. دا کس د امریکایي خبریال دانیال پېرل د سر پرې کېدو په تور تورن و.

سترې محکمې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) وروسته تر دې پریکړه وکړه چې درې قاضیانو تېره اوونۍ د قضیې تر څېړلو وروسته د سعید شیخ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

سعید شیخ د ترورېزم ضد محکمې د دانیال پېرل د اختطاف او د سر پرې کولو په تور په اعدام محکوم کړی و.

د پاکستان د محکمې د تېرې اوونۍ د پریکړې په اړه د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې دا د پاکستان په ګډون په هر بل ځای کې د ترورېزم د قربانیانو سپکاوی دی.

دانیال پیرل اته دیرش کلن و او د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال و چې د دوه زره دوهم کال په جنوري کې په کراچۍ کې هغه وخت برمته شو چې د اسلامي افراطي وسله والو په اړه یې څیړنې کولې، برمته شو او ووژل شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...