Home » سیمه او نړی » د پاکستان پوځ یوه الوتکه له چین د کرونا ضد واکسین لومړۍ بسته لېږدوي
رویداد خبري آژانس

د پاکستان پوځ یوه الوتکه له چین د کرونا ضد واکسین لومړۍ بسته لېږدوي

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه وړمه ورځ( یکشنبه) چین ته لاړه چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بسته پاکستان ته ولېږدوي.

په پام کې ده، دغه الوتکه پاکستان ته په چین کې د جوړ شوي واکسین سینوفارم (SinoPharm) ۵۰۰ زره دوزه چې چینايي چارواکو یې پاکستان ته د ورکړې ژمنه کړې وه، پاکستان ته یوسي.

پاکستان غواړي لومړی روغتیايي کارکوونکو ته دغه واکسین ولګوي او لږ تر لږه ۴۰۰ زره روغتیايي کارکوونکو د دغه واکسین لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې دغه هېواد د استرازینیکا واکسین ۱۷ ملیونه دوزونه هم ترلاسه کړي دي.

دغه واکسین د بریتانیا او سویډن د درمل جوړولو شرکت تولید کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...