د افغانستان بانک وايي په دې وروستیو کې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړی دى٠
ياد بانک نن يکشنبه (د سلواغې ۱۲مه نېټه) ويلي چې د ياد تړون پر بنسټ یې یوه اندازه بانکنوټونه چاپ او هېواد ته رارسیدلي او پاتې مبلغ به یې د راتلونکي کال په اوږدو کې چاپ شي.
د افغانستان بانک هغه اوازې هم رد کړي او وايي چې د افغانستان بانک اوسني سرپرست اجمل احمدي په نویو بانکنوټونو کې چې تر قرارداد لاندې دي، لاسلیک کړی نه دی او د بانک د پخواني سرپرست لاسلیک پرې شوی دی.