د کیوبا د وسله والو ځواکونو وزارت اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د یوې چورلکې نسکورېدو پېښه کې پنځه نظامیان وژل شوي دي.
دا چورلکه له هولګوین ولایت نه را الوتې وه خو ګوانتنامو ته نږدې یې سقوط کړی دی او پکې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
چارواکي وایي چې چورلکه له یوې تپې سره د ټکر له امله را غورځېدلې ده.
د چارواکو په خبره، تر اوسه د چورلکې د نسکورېدو لامل څرګند نه دی خو په خبره یې پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.