فرانسه وایي که دا ځل د امریکا پر اټومي فعالیتونو مذاکرات کېږي نو دا مذاکرات باید ډېر سخت وي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي د ایران اټومي ستونزه دایمي حل ته اړتیا لري او په دا ځل مذاکراتو کې باید د عربستان په ګډون د سیمې هېوادونه حضور ولري.
ایمانویل مکرون ویلي د یوه اټومي ایران د رامنځ ته کېدو مخنیوی باید وشي او په دې کار کې نړیوالو ته بېړه په کار ده.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران د اټومي برنامو په اړه باید د ایران د ټولو ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو اندېښنو ته پاملرنه وشي.
د هغه په خبره امریکا او نړیوال باید ژر تر ژره اقدام وشي څو ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
امریکا هم تازه ویلي وو چې د ایران په اړه به ډېر ژر په تازه اقداماتو لاس پورې کړي او دغه هېواد ته په کار ده چې اټومي تړون ته ور وګرځی.