Home » سپورټ » ۱۰ اوریزه لیګ؛ د دکن ګليډيټرز لوبډلې لومړۍ بریا
رویداد خبري آژانس

۱۰ اوریزه لیګ؛ د دکن ګليډيټرز لوبډلې لومړۍ بریا

د دکن ګليډيټرز لوبډلې تېره شپه د توپ اچونې نه وروسته ښه توپوهنه هم ترسره کړه او په خپله دويمه لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ ٦مه لوبه د ټيم ابوظهبي او دکن ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ګليډيټرز پچه وګټله او لومړى يې ابوظهبي ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٩٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوکي رايټ ٢٥، جو کلارک ٢١ او جېمي اويرټون ١٠ منډې وکړې. همدا راز کريس ګيل، پال سټرلينګ، نجيب الله ځدراڼ او نوين الحق په ٤-٤ منډو وسوځېدل.

د دکن ګليډيټرز له لوري ظهور خان په ٢ اورونو کې ١٣ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، امتياز احمد ٢، ارون سمرز او سنيل ناراين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٩٦ منډو هدف د دکن ګليډيټرز لوبډلې په ٩.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په خپله دويمه لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د دوى له لوري کيمرون ډيلپورټ ٤٠، کيرون پولارډ ٢٤ او محمد شهزاد ٢١ منډې وکړې.

د ټيم ابوظهبي له لوري جېمي اويرټون په ١.٤ اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول، روهن مصطفى ١ ويکټ واخيسته، نوين الحق په ٢ اورونو کې ٢٧ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې وانخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ظهور خان ته ورکړل شوه.

نن د جنورۍ په ٣٠مه نېټه هم د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ٣ لوبې ترسره کېږي، چې بنګله ټايګرز به له مراټا عربينز، قلندرز به له ټيم ابوظهبي او ډيلي بولز به له ناردرن واريرز سره مخ شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...