Home » سیمه او نړی » هالنډ پولیسو؛ د نړۍ د مخدره توکیو یو ستر قاچاقبر نیولی
رویداد خبري آژانس

هالنډ پولیسو؛ د نړۍ د مخدره توکیو یو ستر قاچاقبر نیولی

د هالنډ پولیسو یو کس نیولی چې ادعا کیږي د مخدره توکیو د قاچاق یو ستر مشر دی او د مشهورو فراریانو له ډلې څخه دی چې پولیس یې له کلونو راهیسې د نیولو هڅه کوي.

دغه کس چې تسي چي لوپ، نومیږي، چینایي الاصله کاناډایي دی او د هالنډ د پولیسو په وینا د هغې شبکې مشري کوي چې د اسیا-ارام سمندر په حوزه کې په کال کې شاوخوا د ۷۰میلیارډ ډالرو په ارزښت مخدره توکي په ځانګړې توګه متامفتامین قاچاق کوي.

د هالنډ د پولیسو یو ویاند توماس الینګ، وویل چې پولیسو د کشفي اطلاعاتو په اساس پرته له کومې نښتې ښاغلی تسي د امستردام په سخیپول هوایي ډګر کې ونیو.

ښاغلي الینګ وویل اټکل کیږي چې دغه قاچاقبر به ژر محکمې ته حاضر او بیا به بل هیواد ته واستول شي، خو څرګنده یې نکړه چې کله به په هالنډ کې محکمې ته وړاندې شي او کوم هیواد ته به واستول شي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د مخدره توکیو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې د رپوټ له مخې د اسیا-ارام سمندر د مخدره توکیو د قاچاق شبکه په وروستیو پنځه کلونو کې څلور چنده ستره او پراخه شوې ده.

ښاغلی تسي چې ۵۷کلن دی د کاناډا د تورنتو ښار اوسیدونکی دی، خو د رویترز اژانس د رپوټ له مخې په تیرو څلورو کلونو کې د چین د ملکاو، هانګ کانګ او تایوان ترمنځ یې تګ راتګ کاوه.

د اسیا په جنوب ختیځ او ارام سمندر د حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د مخدره توکیو او جرمونو ضد ادارې استازي جرميدوګلاس، د رویترز اژانس ته ویلي دي چې تسي چي لوپ، کیدای شي د نړۍ د مخدره توکیو د سترو قاچاقبرانو هواکین ګوزمن او پابلو اسکوبر، سره پرتله شي.

خو بیا هم ښاغلی دوګلاس وایي د تسي نیول به په سیمه کې د مخدره توکیو پر قاچاق دومره ستر اغیز ونلري، او د هغه په وینا دغه شبکه به ډیر ژر د هغه ځای ناستی وټاکي.

ملګري ملتونه اټکل کوی چې د تسي تر مشرۍ لاندې د قاچاق شبکې په ۲۰۱۸کال کې څه دپاسه ۱۷میلیارډ دالره عاید درلود.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...