متحده عربي اماراتو او اسراییلو د یو بل په پلازمینو کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.
د اسراییلو حکومت ویلي چې له متحده عربي اماراتو سره یې د اړیکو تر جوړېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانیستی دی او د ديپلوماتیکو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به هڅې پيلېږي.
متحده عربي اماراتو هم ویلی دي چې دوی په اسراییلو کې خپل سفارت پرانیستی دی او کارونه یې پيل کړي دي.
په تېر ۲۰۲۰ز کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې عادې شوې او په خپلو کې یې سوداګریز پروازونه پيل کړل.
دې مسئلې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ پر متحده عربي اماراتو نیوکې ډېرې کړې او دغه هېواد یې د فلسطین پر وړاندې د ولاړو اسراییلو په ملګرتیا تورن کړ.