د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالی کې ۳۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعاه کړې ده.
د دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، کندهار ولایت”ارغنداب” ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو تېره ورځ د بېلابېلو سیمو څخه د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود.
اعلامیه زیاتوي،چې افغان ځواکونو دهوايي قواو په ملاتړ طالبان په نښه کړي،چې په پایله کې ۳۸ طالبان وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وایي د طالب وسله والو ۱۳ بېلا بېلې وسلې، ۵ پټن ځایونه، ۲ کمینونه، یوه اندازه درنې، سپکې وسلې او مهمات له منځه یوړل شوي.

یاد وزارت دغه راز ویلي،د دغه بریدونو پر مهال طالبانو ۱۷ کړۍ ماینونه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمه کې خښ کړي ول د ملي اردو ۲۰۵ اتل ځواکونو د انجینیرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شول.