Home » سیمه او نړی » ترکیه کې د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله نیولې
رویداد خبري آژانس

ترکیه کې د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله نیولې

ترکیه وايي، د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله‌یې نیولې ده.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ۷۲ تنه په ۱۲ ولایتونو کې د هم‌مهالو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د دې اژانس پر اساس، دغو کسانو د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، عراق او سوریې په شان هېوادونو زرګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له لارې اروپا ته په قاچاق وړل.

په راپور کې ویل شوي چې د دغو قاچاقبرو له نیول کېدو سره د هغو ۱،۴۷۷ پناه غوښتونکو په اړه هم پلټنې پیل شوي چې دوی ترکیې ته راوستي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونه د انساني قاچاق د دې ډلې د ۲۲ نورو غړو د نیولو په لټه کې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...