له تېرې ورځې راهیسې د کابل په ګډون یو شمېر نور ولایتونه برېښنا نه لري.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په بغلان ولایت کې د برېښنا مزي پرې شوي او له همدې امله پرچاوي رامنځته شوې دي.
د یاد شرکت ویاند ویلي چې د دوی تخنیکي ډله سیمې ته رسېدلې ده او د نن ورځې تر مازدیګره به دا ستونزه اواره شي.
د یادونې ده چې په دې یخ ژمي کې کابل ښاریان د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ سر ټکوي او زیاتوي چې حکومت په وار وار د برېښنا ستونزې د بشپړې اواري ژمنه کړې ده خو دوی تر اوسه پورې په شپه او ورځ کې یوازې اووه ساعته برېښنا لري.