Home » اقتصادی » حنیف اتمر سعودي چارواکو سره پر سوداګرۍ غږېدلی
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر سعودي چارواکو سره پر سوداګرۍ غږېدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو، پانګونې او پراختیایي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

محمد حنیف اتمرپه ریاض کې د درې ورځني سفر په لړ کې د سوداګرۍ له وزیر له ډاکټر ماجد بن عبدالله القصبي  سره د سعودي عربستان له خوا د افغان کارګرو پر ګمارنې هم بحث وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې کتنه کې سعودي عربستان ته د افغانستان د عمده صادراتو لپاره د ټرانسپورټي کرښو پر پراختیا هم بحث وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي اتمر د خلیج د همکارۍ شورا له مشر نایف بن فلاح الحجرف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...