Home » سیمه او نړی » پلوسي د ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي
رویداد خبري آژانس

پلوسي د ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي

د امریکا د استازیو جرګې مشره ننسي پلوسي دوشنبه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح مسوده استازیو جرګې ته لېږي.

د سنا جرګې د اکثریت ډیموکراټانو مشر چک شومر پرون په عمومي جلسه کې دا خبره وکړه.

هغه وویل، سره له دې چې ځینو جمهوري پالو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ محاکمه د اساسي قانون خلاف بللې، خو ټرمپ به محاکمه کېږي.

استازیو جرګه به د کانګرس په ودانۍ د جنورۍ شپږمې یرغل په خاطر په ټرمپ د لګېدلو تورونو له کبله د هغه محاکمه پیلوي.

په ټرمپ تور لګېدلی چې د جنورۍ په شپږمه یې بلوا پارولې ده.

د جنورۍ په شپږمه د قهرجنو مظاهرو پر مهال خلکو د کانګرس په ودانۍ یرغل وکړ چې له پولیسو سره په اخ او ډب کې یو پولیس او څلور نور کسان ووژل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...