Home » سیمه او نړی » جو بایډن له روسیې سره د اټومي وسلو تړون غځوي
رویداد خبري آژانس

جو بایډن له روسیې سره د اټومي وسلو تړون غځوي

د امریکا متحده ایالتونو نوی ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې دی چې له روسیې سره د نوي پیل په نامه د اټومي وسلو محدودلو تړون تر پنځو کلونو وغځوي.

د اټومي وسلو قابو کولو په اړه د دې تړون موده د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په پیل کې ختمېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې ولسمشر جو بایډن له ډېرې مودې راهیسې په دې نظر دی چې دا تړون د ملي امنیت په برخه کې د امریکا په ګټه دی، په تېره بیا په داسې وخت کې چې له روس سره د امریکا اړیکې د پخوا غوندې کړکېچنې دي.

دا د اټومي وسلو د مخنیوي په اړه د امریکا او روس ترمنځ وروستی پاته تړون دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...