Home » افغانستان » جسټین ټروډو:افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی
رویداد خبري آژانس

جسټین ټروډو:افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی



د کاناډا لومړي وزیر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، جسټين ټروډو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه جدي اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې دوی د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په بیان کې راغلي، چې دواړو لورو همدا راز د ناټو ددفاع وزیرانو پر راتلونکي کنفرانس هم خبرې کړې دي او کاناډا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې ملګرتیا او همکاري دوام لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...