Home » سیمه او نړی » حسن روحاني:ډونالډ ټرمپ په سیاست نه پوهېده بایډن ته هیلې شته
رویداد خبري آژانس

حسن روحاني:ډونالډ ټرمپ په سیاست نه پوهېده بایډن ته هیلې شته

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې که چېرته امریکا تړون ته راوګرځي دوی هم خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کېږي.

نوموړي د ټرمپ دوره نه یوازې د امریکا بلکې د سیمې او نړۍ لپاره توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ په سیاست نه پوهېده او ټولې پرېکړې یې د عقدو له مخې کولې.

روحاني په ایران کې ځینې کورنیو ستونزو ته په اشارې زیاته کړې، په تېرو څلورو کلونو کې چې په ایران کې هره بده پېښه شوې ده مسووله یې امریکا ده.

هغه ټینګار کړی دی چې بایډن پراخه سیاسي تجربه لري او دی هیله لري چې نوموړی د ټرمپ تېروتنې اصلاح او له نړۍ سره روابطو کې مثبت بدلونونه راولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...