Home » سپورټ » افغان کرکټ لوبډله سبا له ایرلنډ سره د دریو نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیلوي
رویداد خبري آژانس

افغان کرکټ لوبډله سبا له ایرلنډ سره د دریو نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیلوي

سبا پنجشنبه د جنورۍ۲۱(سلواغه ۲) افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار د کابل پر مهال ۱۰:۳۰ دقیقې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي.

له هغه وروسته دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.

دا درې واړه لوبې د افغانستان ملې سپورټ ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپروي.

افغان لوبډله

اصغر افغان, رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...