د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار له خپلې دندې استعفا کړې ده او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون یې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.
الکس ایزار ټرمپ ته په یو لیک کې ویلي، هیله لري چې ټول امریکایان ډیموکراسي ته په درناوي د جنوري په شلمه نېټه د واک قانوني لېږد ته اجازه ورکړي.
سي ان ان ویلي چې نوموړي د ټرمپ د پلویانو له لوري پر کانګرس ماڼۍ تر یرغل وروسته استعفا کړې د جنوري په ۱۲مه یې ټرمپ ته یو لیک لېږلی خو لیک یې اوس رسنیو ته درز کړی دی.
د راپور له مخې، د لیک په یوه برخه کې راغلي چې ټرمپ د امریکا میراث زیانمن کړی دی او نور باید له بې ځایه سرټمبګي لاس واخلي.