Home » اقتصادی » مالیې وزارت: راتلونکې کال کې هیڅ ادارې ته امتیازي معاش نه ورکول کېږي
رویداد خبري آژانس

مالیې وزارت: راتلونکې کال کې هیڅ ادارې ته امتیازي معاش نه ورکول کېږي

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال کې به هیڅ ډول ادارې ته امتیازي معاش نه ورکول کېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي وايي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې به ټول معاشونه د عدالت په نظر کې نیولو سره د افغانستان د ملي خدمتونو د قانون په اساس ورکول کېږي.

مسجدي زیاته کړې، د حکومت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې په راتلونکي کال کې به هیڅ ډول امتیازي معاش هیڅ کومې ادارې ته نه ورکول کېږي او په خبره یې ټول معاشات به ددې لپاره چې عدالت به نظر کې ونیول شي د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون په اساس ورکول کېږي، او هغه قانون به پر ټولو ملکي بستونو باندې عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د ۱۴۰۰ مالي بودجه رد کړه او حکومت د مالي کال د دویمې مسودې تر تایید وروسته نن ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

دغه راز د مالي کال دویمه مسوده کې ۲۰ میلیارده افغانۍ زیاتې شوې او ولسي جرګې ته وړاندې شوې ده چې ټوله ۴۷۳ میلیارده ډالره ځانګړې شوې چې له ډلې یې ۳۱۱ میلیارده عادي او ۱۶۱ میلیارده یې پراختیایي بودجې ته ځانګړې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ولسي جرګې یوه طرحه تایید کړه چې تاکید یې کړی و او له حکومت یې غوښتل و چې د دولتي کارمندانو معاشونه یو رقم کړي او دغه راز ډېر ټینګار یې د استادانو او د سرتېرو د معاشونو پر زیاتولو وو.

خو ولسمشرغني او د افغانستان حکومت د ولسي جرګې دغه طرحه ونه منله او زیاته یې کړه، ملي شورا یوازې د بودجې په تایید او رد کې حق لري بلکې د دې صلاحیت نه لري چې په بودجې کې تغیرات راولي او په وینا یې دا صلاحیت یوازې د حکومت دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...