Home » سیمه او نړی » پومپیو ایران د القاعده غړو ته په پنا ورکولو تورن کړی دی
رویداد خبري آژانس

پومپیو ایران د القاعده غړو ته په پنا ورکولو تورن کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ایران له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د القاعده شبکې غړو ته پنا ورکړې ده، دوی ته یې د اړیکو زمینې برابرې کړې دي او له دوی سره یې د پیسو په ټولولو او عملیاتو پلانولو کې همکاري کړې ده.

مایک پمپیو وایي ایران په قصدي توګه غواړي د القاعده شبکې له فعالیتونو ملاتړ وکړي او دغه ډله په ځينو هېوادونو کې د امریکا پر ضد جنګوي.

پمپیو ویلي دوی به د ایران پر وړاندې لا ډېر بندیزونه وضع کړي.

هغه همدا راز په یوه فارسي ټوېټ کې د ایران خلکو ته ویلي چې امریکا یې تر څنګ ولاړه ده او د ایراني مشرانو ظلمونه به پای ته رسوي.

ایران په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...