د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو چارې بشپړې شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ویلي چې په نږدې ورځو کې د افغانستان او ترکمنستان دولتونو د لوړ پوړو چارواکو لخوا پرانیستل او به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد اداره وایي د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري په یاده پروژه کې یو د اوسپنې پټلۍ تمځای، نښلونکی سړک، د تخلیي او بارولو ځای، د باربري موټرونو تمځای او د احاطې دیوال په کې شامل دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې چې په یاده پروژه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر لګښت راغلی چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه تمویل شوی.
د یادونې وړ ده چې د آقینې اوسپنې پټلۍ په تمځایو کې ۱۰ کیلومتره پراختیایي اوسپنې پټلۍ هم احداث شوی او دا مهال ګتې اخیستنې ته سپارل شوي.