Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د بین الافغاني خبرو د بیا پیل هرکلي کړی
رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو د بین الافغاني خبرو د بیا پیل هرکلي کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی.

ملګرو ملتونو پرون سې شنبې په ورځ جنورۍ ۵ ( مرغومي۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي.

 اعلامیې کې راغلي، دوی دوحې ته د حکومت د مذاکراتي ټیم د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او هیله لري چې دواړه لوري په چټکۍ سره یوې پایلې ته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې، د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یوې تل پاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره خورا مهم دي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مشرې دیبرا لاینز له قوله راغلي، دواړه خواوې دې له دغه فرصت څخه په استفادې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي، تر څو د افغان وژنې روانه لړۍ پای ته ورسېږي.

د مېرمن لاینز په خبره، په افغانستان کې باید داسې یو سیاسي ثبات رامنځ ته شي چې د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره د منلو وي.

نوموړې دغه راز ویلي، اوربند د خبرو د پرمختګ او سولې لپاره لا ښه زمینه برابرولی شي او د خلکو هیلې ورسره زیاتېږي.

د یوناما د مشرې په خبره، د جګړې درولو سره به بشري مرسته کوونکي وکولی شي چې په دې ژمي کې د هېواد ګوټ ګوټ مرستې ورسوي.

ملګرو ملتونو په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی تېره ورځ له غرمې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې پیل شي.

دغه راز ولسمشرۍ ماڼۍ هم دوحې ته د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي له سفر سره سم یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی دوحې ته روان شوی دی او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.

هغه زیاته کړې یاد پلاوی د افغان حکومت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ بیا له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دواړو مذاکراتي پلاوو یو شمېر وړاندیزونه له یوبل سره شریک کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د دویم پړاو مذاکراتو د اصلي اجنډا په اړه وروستۍ پرېکړه لا تر اوسه نه ده شوې.

دوحې ته د افغان حکومت د پلاوي له سفر سره سم په افغان سوله کې د امریکا د متحده ایالت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...