Home » سیمه او نړی » اتارپرادیش کې د مړي سوځولو پر مهال کوټه نړیدلې او ۱۸کسان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

اتارپرادیش کې د مړي سوځولو پر مهال کوټه نړیدلې او ۱۸کسان وژل شوي

په هندوستان کې چارواکي‌ وايي د یکشنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي ۱۴) د مړي سوځولو پر مهال پر راټولو شویو ویرکوونکو د یوې سرپناه چت رالویدلی او ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د هند اتارپرادیش ایالت د مرادنګر د غازي اباد په سیمه کې شوې ده.

سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د پېښې پر مهال د مړي شاوخوا ۱۰۰خپلوان راټول وو چې پېښه وشوه.

لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی، خو څو ورځې مخکې په دغه سیمه کې سخت بارانونه شوي وو.

د پولیسو یوې کمېشنرې انیتا مېشرام وویل چې شاوخوا ۴۰ کسان د مړي سوځولو په بټۍ (هندو سوزان) کې په یوې سرپناه کې راټول شوي وو چې دا پېښه وشوه.

د ژغورنې مامورانو او پولیسو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي چې مړي او زخمیان راوباسي. یو شمېر زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.

رویټرز اژانس د پولیسو د یو بل چارواکي اجاج راجا له خولي لیکلي دي پولیس په دې اړه تحقیق کوي.

نوموړي وویل: « موږ تحقیق کوو چې ژر تر ژره د دغې پېښې عاملین پیدا کړو، هغه که معمار وي، که کارګران وي او یا د ښاروالۍ شورا وي.»

د هند صدراعظم نریندرا مودي په دې پېښې اندېښنه ښودلې، د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده او زخمیانو ته یې دعاجلې روغتیا هیله کړې ده.

د اتراپردیش ایالت اعلی وزیر یوګی ادیتیانات هم په دغې پېښې خواشیني ښودلې ده. هغه ویلي دي چې د قربانیانو له کورنۍ سره به نقدي مرستې کوي او همدغه راز پېښه به جدي څېړي.

څو میاشتې مخکې د هند دمهاراشترا په ایالت کې د یوې بلې ودانۍ د غورځېدو په پېښه کې هم لس کسان مړه شوي‌وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...