Home » افغانستان » دفاع وزارت:کندهار کې ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:کندهار کې ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول

دفاع وزارت وایي چې د کندهار ولایت ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې تېره ورځ ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره کړې اعلامیه کې راغلي:” تېره ورځ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې داسې مهال ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول چې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د برید هوډ درلود.”

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي د طالبانو ۳ پټنځایونه او ډیری وسلې او مهمات يې هم د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په یادې ولسوالۍ کې پرون هم د افغان ځواکونو لخوا ۲۸ طالبان وژل شوي وو او ۷ نور ټپیان شوي وو.

صالح زیاته کړې ده، چې نن سهار په یاده ناحیې کې د پولیسو پر یو رنجر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې نه درلود.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...