د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تازه ۲۰۳ کسان په کرونا وېروس د اخته کېدو او ۸ تنه د مړه شوو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۹۰۹ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې ۱۱۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۳۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۴۰۵ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.