د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، تر اوسه ۱۵۰۰ میلیون افغانی څخه زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له لارې د دولت خزانې ته راغلي.
امرالله صالح نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) د شپږنیمو بجو په غونډه کې ویلي، چې د مالیي وزارت څخه د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له پلوه د دولت خزانې ته ورغلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې متاسفانه تر اوسه د غلط لاس موټرونو ته د اسنادو د توزیع لایحه لا نده بشپړه شوې او اطمینان یې ورکړ چې د روانې اونې تر پایه پورې به بشپړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې امرالله صالح د خپل شپږنیمو بجو غوڼدو له لارې ترافیکو ته دنده ورکړه چې بې لاسه او بې اسنادو موټرونه جریمه کړي او اوس هم خبر ورکوي چې له دې لارې یې ۱۵۰۰ ملیونه افغانیو څخه زیات پیسې د دولت خزانې ته زیات کړي دي.