د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د سل کسيزې قطعې قوماندان په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسير او ناوې ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو د سل کسيزې قطعې قوماندان «عبدالسلام» او ۳ ماين خښوونکو په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي:” عبدالسلام پخوا د هلمند کجکي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی تش په نوم ولسوال وو او په ناوې ولسوالۍ کې يې د دولت ضد فعاليتونه درلودل، چې تيره ورځ د ملي امنيتي و دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.”
یاد وزارت دغه راز زیاتوي، چې د يادو بريدونو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۸ قرارګاوې، لسګونه ميله وسلې، وسایط او زيات شمير رهبري شوي راکټونه هم له منځه تللي دي.