د ننګرهار چارواکي وایي د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ننګرهار ولایت والي ضیاالحق امرخېل وایي، چې د پچیراګام ولسوالۍ په ولې ناو سیمه کې تېره شپه د هوایي برید په ترڅ کې د بهرنیو او مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي.
خو تر اوسه د یادې مرګ ژوبلې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
امرخیل زیاتوي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړي خو د برید مخکې د کورنیو ځواکونو د هوایي برید په پایله کې ووژل شول.
نوموړي ویلي، چې په دې برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .