د افغانستان د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې ۴۰ تنه وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شيه طالبانو د فراه ولایت د مرکز “برنګتوت” اړوند سیمه کې او د بالابلوک ولسوالۍ ” شیوان” کلي کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
یاد وزارت زیاتوي، چې افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې ۲۶ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو ۸ قرارګاوې یو موټر او ۳ تونلونه له منځه وړل شوي دي.
په عین حال کې د دفاع وزارت په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې تېره شپه طالبانو د کندهار ولایت د پنجوائی او ژیړی ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
د دفاع وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې د امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې طالبان په نښه کړي، چې په پایله کی دری تنه طالبان وژل شوي او دو نور ټپیان شوي دي.