Home » افغانستان » د کابل نننۍ چاودنه کې د چارو ادارې دوه کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

د کابل نننۍ چاودنه کې د چارو ادارې دوه کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې د چارو ادارې د یو کارکوونکي پر موټر چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې یو کس وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دغه پېښه نن سهار د ۸:۰۰ بجو شاوخوا کې رامنځته شوه چې له کبله یې دوه کسان ټپیان شول او روغتون ته لېږدول شوي دي.

بل لوري ته د جمهوري ریاست د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وروسته له چاودنې پر خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې نن یې پر دوه همکارانو د مقناطیسي ماین چاودنې شوې ده. د ښاغلي فضلي په وینا په دې پېښه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست مرستیال جاوید ولي سخت ټپي شوی دی او موټر چلوونکی یې بهرام الدین وژل شوی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د افغانستان دښمنان کمزوري شوي دي او اوس ان پر ملکي کسانو هم هدفي بریدونه کوي.

د چارو ادارې رییس په وینا، دوی ته دا توپیر نه لري چې څوک ملکي دی او څوک نظامي یوازې د خپلو موخو لپاره هدفي بریدونو او وژنو ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي پېښې زیاتې شوې او هر سهار په یوه یا څو چاودنو پیلېږي، چې مرګ‌ژوبله هم له ځانه سره لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...