د امریکا په شیکاګو ایالت کې په دریو جلا وسله والو بریدونو کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شیکاګو سن ټایمز د دغه ایالت د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې لومړۍ پېښه د شپې په نهه بجو، دویمه د سهار په شپږو او درېیمه هغه هم تر دویمې پېښې څو شېبې وروسته د دغه ایالت په بېلو سیمو کې رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي چې په دې پېښو کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
چارواکو د ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی خو زیاتوي چې د یادو پېښو په تړاو تر اوسه کوم څوک نیول شوي نه دي.
د یادونې ده چې د کرونا وبا له پراختیا سره سره په دغه هېواد کې وسله وال تاوتریخوالی هم خپل په بېساري توګه ډېر شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس