د هندوستان سينما مشهور هنرمند اکشى کمار هر کال په يو فلم کې د کار کولو په بدل کې د پېسو کچه پورته کوي، اوس تازه نوموړي د راتلونکو کلونو لپاره دا پېسې نورې هم زياتې کړې دي.
د هندوستان یوې ورځپاڼې د اکشى کمار په اړه يو رپوټ خپور کړى دى، چې د هغه د فلمونو د فيس په تړاو يې معلومات ورکړي دي.
اکشى کمار د هندي سينما يو له هغه هنرمندانو څخه دى، چې په فلمونو کې د کار په بدل کې زياتې پېسې اخلي او هر کال دا پېسې زياتوي هم.
اوس چې ٢٠٢٠ کال په چټکۍ سره پاى ته رسېږي، په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې اکشى کمار د ٢٠٢١ کال او ٢٠٢٢ کال د فلمونو لپاره د فلم جوړونکو څخه د زياتو پېسو غوښتنه کړې ده.
په دغه راپور کې ويل شوي دي، اکشى کمار چې په ٢٠٢١ کال کې په کومو فلمونو کې کار کوي، د يو فلم په بدل کې به ١١٧ کروړه او په ٢٠٢٢ کال کې به د يو فلم په بدل کې ١٣٥ کروړه يا ١.٣٥ ميليارده هندي روپۍ اخلي.
د ګرځبندېز پر مهال اکشى کمار په يو فلم کې د کار کولو فيس له ٩٩ کروړو څخه ١٠٨ کروړو ته رسولى و، چې اوس يې دا پېسې ١١٧ کروړو ته رسولي دي او د ٢٠٢٢ کال لپاره چې هغه د کومو فلمونو قرارداد کوي، د يو فلم فيس به يې ١٣٥ کروړه وي.
په رپوټ کې ويل شوي دي، چې فلم جوړونکي په دې ښه پوهېږي، چې د اکشى کمار د ښه نوم له امله به په فلم لګول شوې پېسې نه ډوبېږي او دوى به دا پېسې ډېرې په اسانۍ بېرته ترلاسه کړي.
د يادولو وړ ده چې اکشى کمار په يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې هغه ته په فلمونو د جايزو په بدل کې د پېسو اهميت ډېر زيات دى.