افراسیاب خټک وایي،چې هدفي وژنې او د عامه تاسیساتو ویجاړول د افغانانو کار نه دی
د پښتونخوا وتلی سیاستوال افراسیاب خټک په خپله تازه څرګندولو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، د جګړو اوج او هدفي وژنې د جدي اندېښنې وړ مسئلې بللې دي.
نوموړي ویلي افغانان داسې یو دښمن لري چې هغه نه غواړي په دغه هېواد کې دیموکراتیک نظام موجود وي، ابادي وشي، سوله راشي او پرمختګ رامنځ ته شي.
دده په خبره دا د منلو نه ده چې افغانان دې یوازې د فکري اختلاف لپاره یو بل سره ووژني بلکې دلته یو بل دښمن کار کوي چې غواړي افغانان له پرمختګ را وګرځوي.
هغه د سولې په برخه کې د پاکستان پر دوه مخۍ هم نیوکه کړې ده او په خبره یې له یوې خوا ځان سولې ته ژمن بولي خو له بلې خوا د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.
دده په وینا نړیواله ټولنه هم په لوی لاس د پاکستان او یا ایران پر کړنو سترګې پټوي خو تر ټولو ښه لار دا ده چې افغانان نور له جګړو لاس واخلي او سولې ته سره کېني.