د مصر اوسېدونکى ٢٥ کلن محمد حمدي د لړمانو زهر پلوري او همدا يې د رزق ګټلو لاره ګرځېدلي ده، چې اوس پکې ميليونر شوى دى.
محمد حمدي چې په لرغونپېژندنه کې يې زده کړې کړې دي، څو کاله مخکې يې د لړمانو د نيولو شوق راپېدا شو.
دغه ځوان به لړمانو او مارانو پسې د مصر دښتو او بنډو کې ګرځېده، هغه به يې نيول او بيا به يې د دې لړمانو څخه زهر راويستل، چې په بېلا بېلو درملو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

دا مصرى ٢٥ کلن ځوان په دې کم عمر کې خپل شرکت لري چې نوم يې ” قاهره وينم شرکت” دى، هغې سره په دې شرکت کې له ٨٠ زرو څخه زيات لړمان او ماران موجود دي، چې دا ترې زهر راوباسي او بيا يې د درمل جوړونکو شرکتونو باندې پلوري.

محمد حمدي د دې لړمانو او مارانو زهر د اروپا امريکا سترو شرکتونو ته ورکوي، چې ١ ګرام زهر ١٠ زره امريکايي ډالر بيه لري، چې شاوخوا ٧٥٠ زره افغانۍ کېږي.