د عراقي پارلمان غړی وایي، چې نور په خپلو چارو کې امریکا ته د لاسوهنې اجازه ورنه ورکوي.
د عراقي پارلمان د امنیت او دفاع کمیسیون غړي ټینګار کړی دی چې د خپل هېواد ملي حاکمیت یې سره کرښه ده او له دې وروسته به امریکا ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
تقی امرلي ویلي، امریکا هڅه کوي په بېلو پلمو په دغه هېواد کې د خپلو پوځیانو حضور ته لار اواره کړي او دغه راز له کلونو راهیسې د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي.
هغه ویلي، د پارلمان غړي به له دې وروسته د امریکا د لاسوهنو په اړه روښانه دریځ ولري او هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې د امریکا د لاسوهنو له امله د عراق ملي امنیت له ګواښ سره مخ شي.