د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي وايي، ټاکال شوې نن مشترکه کاري ډله لومړنۍ ناسته تر سره کړي.
د افغان حکومت د مذاکرتي ټیم لومړیتوب اوربند دی، خو طالبانو ته نږدې کسان وايي، دغه ډله له تور لېست څخه د خپلو مشرانو لرې کول او د پاتې کسانو خوشې کول مهم بولي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم مني چې اوربند به د مذاکراتو یوه برخه وي خو په وینا یې نور مسایل هم شته چې باید په اجنډا کې شامل شي.
له دې سره هممهاله نن ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پخلاینې عالي شورا د لومړنۍ ناستې کوربه وي.
افغان ولسمشر نن د ملي پخلاینې د عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیستې او لومړنۍ غونډه کې ویلي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي.
ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې راتګ لپاره سختې پرېکړې کړې دي او د اړتیا په وخت کې له نورو ورته پرېکړو هم مخه نه ګرځوي.
نوموړي ویلي، افغانستان نه دوامداره دښمن لري او نه دوامداره دوست خو دوامداره ګټې ورته ډېرې مهمې دي او ددې لپاره چې د نورو جنجالونو پر افغانانو ونه تپل شي په کار ده چې له پاکستان او ایران سره په واضح توګه خبرې اترې وشي.
نوموړي طالبانو ته د خپلو پیغامونو په ترڅ کې ویلي، لکه څنګه چې افغانانو دوی د ټولنې د یو واقعیت په توګه منلي دي په کار ده چې دوی هم د افغانستان واقعیتونه درک کړي.
هغه زیاته کړې، جګړه ګټونکی نه لري او د سولې ګټونکی د افغانستان ولس دی.
ولسمشر غني څرګنده کړې چې د جګړې دوام به د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له ګواښ سره مخ کړي او په خبره یې، طالبان دې له اوربنده نه ډارېږي ځکه افغان دولت جدي مذاکراتو ته ژمن دی.
نوموړي دغه راز ویلي چې د سولې دویم پړاو خبرې باید چټکې خو پوره اصولي پر مخ لاړې شي، ځکه افغانان له جګړې او تشریفاتي مسائلو ستړي شوي دي.
بل لوري ته د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دغه ناسته کې ویلي، چې د سولې لپاره به ټولې هڅې کوي او ددې تمه لري چې وکړی شي په افغانستان کې د جګړې په ختمولو کې دده هڅې پایله ولري.
عبدالله عبدالله ویلي د سولې عالي شورا له رهبرۍ او نورو اړوندو چارو د شخصي ګټې هېڅ راز موخه نه لري، بلکې په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی.
نوموړي دغه راز وویل چې افغان حکومت د سولې په برخه کې هر ډول هڅو ته تیار دی او په وینا یې د پنځه زره طالب بندیانو په خوشي کولو پښېمانه نه دی.
هغه وایي د افغان حکومت موخه د سولې لپاره د خنډونو لرې کول و، نو ځکه پښېمانه نه دي.
هغه دغه راز د خبرو پر مهال وویل چې د افغان سولې لپاره په کور د نننه ملي یووالی او په سیمه کې سیمه ییزه اجماع مهمه ده.
په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرتو پر کړنلاره بحث له دوو میاشتو زیات وخت واخیست خو وبه وکتل شي چې د مذاکراتو پر اجنډا پيلېدونکی بحث به څومره وخت واخلي.