د ملي پخلاینې عالي شورا مشر وایي، دافغان سولې لپاره په کور دنننه ملي یووالی او په سیمه کې سیمه ییزه اجماع مهمه ده.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د سولې لپاره به ټولې هڅې کوي او ددې تمه لري چې وکړی شي په افغانستان کې د جګړې په ختمولو کې دده هڅې پایله ولري.
نوموړي ویلي د سولې عالي شورا له رهبرۍ او نورو اړوندو چارو د شخصي ګټې هېڅ راز موخه نه لري، بلکې په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله دغه راز وویل چې افغان حکومت د سولې په برخه کې هر ډول هڅو ته تیار دی او په وینا یې د پنځه زره طالب بندیانو په خوشي کولو پښېمانه نه دی.
هغه وایي د افغان حکومت موخه د سولې لپاره د خنډونو لرې کول و، نو ځکه پښېمانه نه دي.
عبدالله عبدالله دغه راز د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیستې او لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغان سولې لپاره په کور د نننه ملي یووالی او په سیمه کې سیمه ییزه اجماع مهمه ده.

هغه ټینګار کړی چې د سولې لپاره به راغلی فرصت ضایع نه کړي او په هر اړخیزه توګه به هڅه کوي چې افغانان د خبرو له لارې په خپلو کې روانې دښمنۍ ختمې کړي.