د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې هم سويلي افريقا لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې سره يې ٣ واړه شل اوريزې لوبې وګټلې، چې وايټ واش ماتې يې ورکړه.
د سويلي افريقا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ٣مه نړيواله شل اوريزه لوبه په کېپ ټاون کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
سويلي افريقا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډې وکړې، چې له ډلې يې راسي ون در دوسين د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٢ توپونو ٧٤ ناسوځېدلې، فاف ډوپليسي د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٥٢ ناسوځېدلې او ټيمبا باوما ٣٢ منډې وکړې.
د انګلستان له لوري بين سټوکس ٢ او کريس جورډن ١ ويکټ واخيسته.
د ١٩٢ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٧.٤ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې د سويلي افريقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دوى له لوري ډيويډ ملن د ٥ شپږيزو او ١١ څلوريزو په مټ په ٤٧ توپونو ٩٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او جاس بټلر د ٥ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٤٦ توپونو ٦٧ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز جېسن راى هم ١٦ منډې ترلاسه کړې.
د سويلي افريقا له لوري انريک نورجه ١ ويکټ واخيسته.
د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې انګلستان ٣-٠ سره دا لوبلړۍ وګټله او سويلي افريقا ته يې په لوبلړۍ کې وايټ واش ماتې ورکړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزې ډيويډ ملن ته ورکړل شوې.
د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم پيلېږي، چې د دې لړۍ لومړۍ لوبه به د دسمبر په ٤مه نېټه په کېپ ټاون کې ترسره شي.